د عراق لومړی وزیر تهران ته ننوتل
Nov 29, 2022 08:42 Asia/Kabul
د عراق لومړي وزیر د ایران د اقتصادي چارو د وزیر په رسمي هرکلی سره تهران ته ننوتل.
د ایران پرس له راپور سره سم، دا لومړی ځل دی چي محمد شیاع السودانی د لومړي وزیر په توګه د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر کوي.
هغه له دې مخکې کویټ او اردن ته سفر کړی وو، عربستان هم زیاته هڅه وکړه چي السوداني له تهران نه مخکې ریاض ته سفر وکړي او په دې موخه یې بلنلیک هم وراستولی وو، لیکن د عراق لومړي وزیر تر دې دمه عربستان ته له سفره ډډه کړې ده.
عراق د لوېدیځي اسیا په عربو هیوادونو کې تر ټولو زیات فرهنګي، تاریخي او مذهبی نژدېوالې له ایران سره لري.
ګډ ګواښونه، ګډ اقتصادي فرصتونه، ژبنیز، مذهبی او فرهنګي اشتراکات او ۱۲۵۸ کلیومټره ګډې پولې د دواړو هیوادونو د اړیکو مهمې ټکې دي.
ټیګونه