ایران کښې نیمايي پانګونه د افغانستان ښاریزو کړي ده
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل: په روان هجري لمریز کال کښې په ایران کښې نیمايي ترسره شوي پانګونه د افغانستان پانګه والو کړي ده.
هغه چې د ایران په خراسان رضوي ولایت کښې مشهد ښار ته تللی دی نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د افغانستان ښاریزو ته زمونږ کتنه باید فرصت محوره ووسي.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي مرستیال حسن کاظمي قمي په دې خبرې سره چې د افغانستان د ښاریزو د پانګونې له لوړ ظرفیت څخه په تر ټولو ښه ډول استفاده وکړو وویل د خارجي پانګونې لپاره د زمینې برابرول په لومړیتوب کښې دي.
هغه وویل په ایران کښې د افغانستان کابو پینځه میلیونه ښاریز وسیږي.
د ایران په مشهد کښې د افغانستان د ښاریزو شپاړس سوه(۱۶۰۰) شرکتونه د اقتصادي فعالیتونو لپاره رسمي اجازې لري.
د ایران په خراسان رضوي ولایت کښې د افغانستان د اقتصادي فعالانو ټولنې په دغه ولایت کښې د افغانستان د فعالو شرکتونو او د تاجرانو شتمنۍ کابو یو میلیارډه ډالره اعلان کړي دي.