د چارلي ابډو مجلې اقدام د کرکې خورونې څرګنده نمونه ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چارلي ابډو په نامه فرانسوي مجلې اقدام د کرکې خورونې او د ارزښتونو د سپکاوي څرګنده نمونه وبلله
ناصر کنعاني چافي نن له خبریالانو سره په اونیزې غونډې کښې د چارلي ابډو په نامه د فرانسوي مجلې له خوا د دیني مرجعیت سپکاوي ته په اشارې سره وویل: د دغې فرانسوي مجلې اقدام د کرکې خورونې او د نورو ولسونو په تیره بیا د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي څرګنده نښه وه او د تشدد غوښتنې او تشدد ته د لمسولو یو مصداق و.
کنعاني چافي له هغو هیوادونو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د ښځو له حقوقو د ملاتړ مدعیان دي او ادعا کوي چې په ایران کښې به د ښځو د حقوقو ملاتړ وکړي، وویل: په داسې بد او سپک اقدام سره، د اسلامي او د ایران د ملي مقدساتو او ارزښتونو پر سپکاوي سربیره د ښځو د مقام سپکاوی هم وشه.
هغه تهران ته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د لوې مدیر رافائل ګروسي د سفر په هکله هم وویل: د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د ایران ملګرتیا برقراره ده او تهران ته به د ګروسي د راتګ په هکله خبرتیا خپره شي.