د چارلي ابډو مجلې اقدام د کرکې خورونې څرګنده نمونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125968-د_چارلي_ابډو_مجلې_اقدام_د_کرکې_خورونې_څرګنده_نمونه_ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چارلي ابډو په نامه فرانسوي مجلې اقدام د کرکې خورونې او د ارزښتونو د سپکاوي څرګنده نمونه وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2023 10:39 Asia/Kabul
  • د چارلي ابډو مجلې اقدام د کرکې خورونې څرګنده نمونه ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چارلي ابډو په نامه فرانسوي مجلې اقدام د کرکې خورونې او د ارزښتونو د سپکاوي څرګنده نمونه وبلله

ناصر کنعاني چافي نن له خبریالانو سره په اونیزې غونډې کښې د چارلي ابډو په نامه د فرانسوي مجلې له خوا د دیني مرجعیت سپکاوي ته په اشارې سره وویل: د دغې فرانسوي مجلې اقدام د کرکې خورونې او د نورو ولسونو په تیره بیا د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي څرګنده نښه وه او د تشدد غوښتنې او تشدد ته د لمسولو یو مصداق و.

کنعاني چافي له هغو هیوادونو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د ښځو له حقوقو د ملاتړ مدعیان دي او ادعا کوي چې په ایران کښې به د ښځو د حقوقو ملاتړ وکړي، وویل: په داسې بد او سپک اقدام سره، د اسلامي او د ایران د ملي مقدساتو او ارزښتونو پر سپکاوي سربیره د ښځو د مقام سپکاوی هم وشه.

هغه تهران ته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د لوې مدیر رافائل ګروسي د سفر په هکله هم وویل: د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د ایران ملګرتیا برقراره ده او تهران ته به د ګروسي د  راتګ په هکله خبرتیا خپره شي.