Jan 16, 2023 15:35 Asia/Kabul
  •  د همیشني فارس خلیج  دنامې تحریف،د عراق د لومړی وزیر ستره تیروتنه

د؛فارس خلیج ؛په ځاي د عربی خلیج جعلی اصطلاح  پر کارولو د عراق لومړي وزیر   محمد شیاع السوډاني زیات ټینګار ، دا پوښتنه راولاړه کوي، چې د السوډاني له دغه تاریخي تحریفه څه موخه تعقیبوي؟

په همداوروستیو کې  په عراق کې د فټبال لوبې ترسره شوي چې  په هغو کې د عربی خلیج جعلي اصطلاح  هیوادونو عبارته استفاده شوې ده.د  ایران د اسلامی جمهوریت  له اعتراض او خارجه وزارت ته د عراق د سفیر له بللو سره سره ،البته السوډاني دډویچه ویلې  خبری چینل دخبریال  د پوښتنې په ځواب کې چې  د خلیج نامه فارس دی یا عربی ، مدعی شوی ؛دعربی خلیج هیوادونه؛ دا یو حقیقت دی .

بې شکه ،د عراق د لومړي وژیر څرګندونې د ځينونورو عربي چارواکو دڅرګندونو په څير د تاریخ تحریفول دي. دملګروملتو پشمول په ډيرو نړیوالو سندونو کې د ؛فارس خلیج یا  Persian Gulf  له عبارته استفاده شوې ده او هیڅ شک پکې نشته چې  دعربی خلیج  اصطلاح ،د تاریخ قصدا او پوهیدا سره تحریفول دي.

په عین حال کې،د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني ټينګار کړی ، فارس خلیج، فارس خلیج دی  او په دې اړه هیڅ شی  دفټبال په لوبو کې یا د ځينو بهرنیو حکومتونو د مسئولانو او او غیر مسئولانو په څرګندونو او اقداماتو پشمول هیڅ شی به ، دغه نه انکاریدونکی تاریخي او مسلم واقعیّت بدل نه کړي.

داسې ښکاري د عراق د لومړي وزیر اقدام ، له عربی نړۍ سره د عراق د رابطې د د پياوړتیا او  د لویدیځي هیوادونو د پام د جلبولو لپاره وي. که څه  هم د ایران اسلامی جمهوریت ،له عربی هیوادونوس ره دعراق د رابطې دپياوړتیا  هرکلی کوي،خو  دتاریخ په تحریف سره هیڅکله هم ددغه هدف تحقق نه مني.د ځينو واکوالانو دخوشالولو  او دګډ قومي هویّت د لرلو به پلمه د رابطې پیاوړتیا سبب نه کیږي چې تاریخ تحریف او جعل شي.

د عراق د نوي حکومت دغه ناسم کړچار  په داسې حال کې دی چې  له یوه پلوه ،  دایران او عراق د ولسونو ترمینځ ژور کلتوري ،دیني او اجتماعي  پيوند شته دی او له بل پلوه  د ایران او عراق پولې  تل باثباته او کرارې پولې دي او هیڅکله هم  دعراق لپاره ددغو پولو له خوا کوم ګواښ نه دی رامینځةشوی.

 په حقیقت کې، عراق هغه هیواد دی  چې  په تیرو دوو لسیزو کې چې بعثي رژيم نسکور شوی،له ډيرو پراخو ګواښونو او  ناخوالیو سره مخ شوی،البته له ایران سره  ئې  مشترګې اوږدې پولې ،د دوي ترټولو امنه پولې دي . په دې معنا چې په وروستیو دوو لسیزو کې  هیڅکله هم  له عربستان، سورئې او ترکیې سره دعراق پولې هیڅکله هم باثباته او کرارې نه دي ،خو له ایران ئې پوله تل  باثباته او له امنه برخمنه ده . په عین حال  کې  دایران اسلامی جمهوریت تل د عراق دامنیت او ثبات مدافع دی او له داعشي ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پړاؤ کې ، له دغه هیواد سره دمیداني او عملی مرستو مخکښ دی،یوه داسې موضوع چې په کرتو عراقي چارواکو هم پرې اعتراف کړی دی.

 داسې ښکاري د عراق نوی لومړی وزیر چې په همداوروستیو کې ئې تهران  ته په سفر کې  له اسلامی ایران سره دایړکو د پياوړتیا لپاره ددغه هیواد پر هوډ ټينګار کړی ؤ،د پوهیدا او یا دغفلت  له پلوه د عربی خلیج معلی اصطلاح په کارولو باندې په ټينګار سره ،د تهران او بغداد د اړیکو د پياوړتیا د مخالفانو په لومې کې ښکیل شوی دی. د وخت په تیریدا سره به محمد شیاع السوډاني ثابته کړي ، چې  د ایران اسلامی جمهوریت یو  ترټولو مهم هیواد دی   چې واقعا د عراق پرمختګ،ثبات او امنیت  غواړي، او هیڅکله هم د بغداد  او تهران د اړیکو د  مخالفانود کارړنګونو او پروپیګنډو تر اغیزو لاندې  نه ورځي   

 

 

ټیګونه