ترکیې ته د ایران د خارجه وزیر سفر
Jan 17, 2023 09:26 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره د خبرو اترو په موخه د یوه جګپوړي پلاوی په مشری انقرې ته تللی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، ټاکل شوې ده چي د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللیهان د ترکیې له چارواکو سره په مختلفو ډګرونو کې د تهران او انقرې تر مینځ د دوه اړخیزو همکاریو او د سیمې او نړۍ د حالاتو په هکله خبرې اترې وکړي.
دا سفر په داسي حال کې تر سره کیږي چي د ایران خارجه وزیر له دې مخکې لبنان او سوریې ته تللی وو او د سیمه ایزو مسائلو په هکله یې د یادو هیوادونو له مشرانو سره سلامشورې کړې وي.
ترکیې ته د ایران د خارجه وزیر سفیر د ترکیې د حکومت په بلنه تر سره شوی دی.
ټیګونه