امیرعبداللهیان داروپا پارلیمان د پریکړه لیک مسوده ناسمه وبلله
امیر عبداللهیان د ایران د اسلامي شورا قانونی او پیاوړی غبرګون ته په اشارې سره اروپایی پارلیمان ته خبردارې ورکړی دی چی په اروپا د خپل دغه احساسي کړچار په منفی پاییلو فکر وکړی او په ډیپلوماسي، رغنده تعامل او عقلانیت تمرکز وکړي .
د اسلامي ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان ایران پرضد د اروپا پارلیمان په لاس وهونکی او نادود پریکړه لیک مسودې په صادریداپسې د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست له مسول جوزف بورل سره په ټیلی فوني خبروکې د اروپا پارلیمان د احساسی مړچار په نسبت د سختې نیوکې په ترڅ کې هغه ناسنجول شوی او ناسم کړچار وباله .
ښاغلی عبداللهیان د دې خبرې په کولو سره چی د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک په ترهه ګر بللو کې د اروپا پارلیمان اقدام یوډول د اروپا په خپله پښه د ډزپه شان دی ، ټینګار وکړ د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ویلی دی چی سپاه پاسداران یو رسمي او دولتی اورګان دې چی د ایران د ملی امنیت ، د سیمې امنیت په تیره بیا له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې مهم او حیاتي رول درلودلې دې .
امیر عبداللهیان د ایران د اسلامي شورا قانونی او پیاوړی غبرګون ته په اشارې سره اروپایی پارلیمان ته خبردارې ورکړی دی چی په اروپا د خپل دغه احساسي کړچار په منفی پاییلو فکر وکړی او په ډیپلوماسي، رغنده تعامل او عقلانیت تمرکز وکړي .
جوزف بورل هم وویل که څه هم د اروپا پارلیمان یو خپلواکه اورګان دې خو د دغه اورګان لخوا صادر شوی پریکړه لیکونه اجرایی ظرفیت نلری او یوازې د اروپاد اندیښنو منعکسونکې دې .