د ایران خارجه وزیر له خپل چینايي همرتبه سره صلاح مشورې وکړې
(last modified Fri, 20 Jan 2023 09:31:29 GMT )
Jan 20, 2023 14:01 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر له خپل چینايي همرتبه سره صلاح مشورې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت او د چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کښې د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت او د چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کښې د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له چین ګانګ سره په ټیلیوني خبرو کښې د چین حکومت او ولس ته د نوي چیني کال او پسرلیز اختر د مبارکۍ په ورکولو سره، د نوي خارجه وزیر په توګه د چین ګانګ لپاره د کامیابۍ آرزو وکړه.

د چین د بهرنیو چارو نوي وزیر هم له ایران سره د اړیکو په پراختیا باندې په ټینګار سره امیر عبداللهیان ته چین ته د سفر بلنه ورکړه.

د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو په دغو ټیلیفوني خبرو کښې، د دوه اړخیزو اړیکو د وروستي حالت او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.

چین ګانګ له ایران سره د چین د اړیکو په اهمیت باندې په ټینګار سره په دې لړ کښې له ټولو فرصتونو په استفادې باندې ټینګار وکړ.

 

ټیګونه