عبداللهیان:
سپاه پاسداران ځواکونو د اروپایي هیوادونو پلازمینې له داعش څخه وژغورل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سویډنی سیال سره په تماس کې د دې په بیانولو چي اروپایان له ټروریزم سره د مبارزې په لاره کې د سپاه پاسداران د ځواکونو تر احسان لاندې دي، وویل: سپاه ځواکونو د اروپایي هیوادونو پلازمنیې د داعش د ترهګرې ډلې له بریدونو څخه ژغورلي دي.
د فارس له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل سوېډنی سیال توبیاس بلستروم سره په تماس کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ضد د اروپایي پارلمان په ورانوونکی دریځ باندې په نیوکې سره، هیله وښوده چي په اروپایي اتحادیې کې د سوېډن د مشری پر مهال، د ایران د اسلامي جمهوریت او د اروپایي اتحادیې اړیکې رغنده پاتي شي.
هغه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په ضد د اروپایي پارلمان ورانوونکی اقدامات د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې وباله او زیاته یې کړه: سپاه پاسداران په سوریې، عراق او لوېدیځه اسیا کې د داعش له ترهګرو سره په مبارزه کې رغنده رول لوبولی دی او د داعش په له مینځه وړلو سره، د اروپایي هیوادونو له امنیت سره مرسته کړې ده.
امیر عبداللهیان د سوېډن او ایران تر مینځ د سلامشورو په ضرورت باندې په ټینګار سره، جوته کړه: د دواړو هیوادونو تر مینځ تاریخي اړیکې باید له شخصي او ترهګریزو موخو څخه زیانمن نه شي.
د سوېډن خارجه وزیر هم ویلي چي د سپاه پاسداران په خلاف د اروپایي اتحادیې د پارلمان وروستی پریکړه لیک یوازې د وړاندیز بڼه لري او اجرایي ضمانت نه لري.
دغه تماس کې دواړو لورو د اکراین د جګړې په هکله هم خبرې وکړې.
د اروپایي پارلمان استازو د تیرې اوونۍ په چهار شنبې ورځ د اروپایي اتحادیې د ترهګرو په لیسټ کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ورزیاتولو وړاندیز ته مثبتې رایې ورکړې.