د ایران پریس کړچار د ستاینې وړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126722-د_ایران_پریس_کړچار_د_ستاینې_وړ_دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د خارجه وزارت د دریځونو په کوریج کښې د ایران پریس خبري آژانس کړنلاره د ستاینې وړ وبلله
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 24, 2023 04:01 Asia/Kabul
  • د ایران پریس کړچار د ستاینې وړ دی

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د خارجه وزارت د دریځونو په کوریج کښې د ایران پریس خبري آژانس کړنلاره د ستاینې وړ وبلله

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د خارجه وزارت د دریځونو په کوریج کښې د ایران پریس خبري آژانس کړنلاره د ستاینې وړ وبلله

هغه پرون د ایران پریس د نړیوال خبري آژانس د مختلفو برخو کتنه وکړه او د دغه خبري آژانس له فعالیتونو سره اشنا شو.

ناصر کنعاني د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو په برخه کښې د ایران پریس خبري آژانس له مشر او مدیرانو سره په غونډه کښې وویل: رسنۍ د ډیپلماسۍ د ادارې لپاره د نرم قدرت تولیدونکې ده او ایران پریس په دې لړ کښې پوره چټکتیا او د محتوا او تصویرانو په کوریج کښې ښه کیفیت لري.

د ایران پریس د تصویري خبري آژانس مشر عباس محمد نژاد هم په دغې تخصصي غونډې کښې وویل: رسندوي ارتباطات د رسنیو په کړچار کښې اغیزناک دی.

هغه له خارجه وزارت سره د ایران پریس ملګرتیا ډیره ښه وبلله.