د قران شریف سپکاوی د ټولو مذاهبو سپکاوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126874-د_قران_شریف_سپکاوی_د_ټولو_مذاهبو_سپکاوی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: هغه کسان چي د قرآن شریف او د مبارک پیغمبر سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره د ټوله بشریت او د ټولو ابراهیمي مذاهبو د سپکاوی معنا ورکوي.
(last modified 2023-01-26T07:16:04+00:00 )
Jan 26, 2023 11:44 Asia/Kabul
  • د قران شریف سپکاوی د ټولو مذاهبو سپکاوی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: هغه کسان چي د قرآن شریف او د مبارک پیغمبر سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره د ټوله بشریت او د ټولو ابراهیمي مذاهبو د سپکاوی معنا ورکوي.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د نماز په سراسري غونډه کې په اروپا کې چي ځان د ازادی ټاټوبې بولي، د قران د سپکاوی غندنه وکړه او وویل: هغه کسانو چي د قرآن کریم او د خدای تر ټولو د غوره مخلوق یعني پیغمبر اکرم ص سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره، د ټولو ابراهیمي مذاهبو او د ټوله بشریت سپکاوي کوي.

رئیسي د دې په بیانولو چي دغه ډول ناوړه کارونه چي د بیان د ازادی په نامه تر سره کیږي په حقیقت کې د ټوله بشریت سپکاوی دی، جوته کړه: په ټوله دنیا کې هیڅوک د دې کار پلوی نه کوي ځکه چي قرآن او الهي مذاهبو ته سپکاوی ناوړه عمل او د بیان د ازادی سره سمون نه خوري.

د ایران ولسمشر د مسلمانانو او د بشریت په ضد د اروپایانو جنایتونو ته په اشارې سره، وویل: اروپایان چي ځانونه د بشري حقوقو مدعیان بولي اوس باید تورن شي او د مسلمانانو او د نړیوالو د عامه افکارو په وړاندې د خپلو شومو اقداماتو ځواب ووایي.