د سپاه پاسداران عمومي مشر:
ایران خپل دښمنان په بشپړه توګه پېژني
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي مشر وویل: مونږ دا قدرت لرو چی د دښمن د زړه په تله کې نفوذ وکړو، ټوله ګواښونه مو له سره تېر کړي او هیڅ اندېښنه نه لرو.
د ایران پرس له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د سپاه د پاسداران عمومي قومندان جنرال حسین سلامی تېره ورځ په تهران کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، په سیمه کې د ایران مقام او د دفاعي ځواک پیاوړتیا ته په اشارې سره، زیاته کړه: جنګ له فوځې ډګر نه اقتصادي او فرهنګي لورې ته بدل شوی، که څه هم دښمنان مو د اقتصادي بندیزونو له لارې د ایراني ولس د فلج کولو هڅه وکړه او ایراني ساینس پوهان یې ټرور کړل، لیکن د هغوی ټولې دسیسې شنډ شوې.
د سپاه پاسداران عمومي قومندان د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې د رارسېدو د امله د مبارکی په ویلو او د دې په بیانولو چي ایران د خپل استراتیژیک موقعیت د امله د امریکې د ولکه غواړې موخو هدف وګرځېده، وویل: امریکایانو هیڅ دا فکر نه کاوه چي ایران دې د هغوی له سیاسې ولکې نه ووځي.
جنرال سلامي زیاته کړه: د اسلامي انقلاب له بریا څخه ۴۴ کلونه تېر شوی، په داسي حال کې چي نړیوال واکمن نظام د هغه په ړنګېدو تمرکز کړی دی.