اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران اطلاعات نورو ته ورکوي
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي ټینګار وکړ: د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران د اټومي پروګرام اطلاعات د اټومي تړون د احیا مخالفو هیوادونو ته ورکوي.
محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس لخوا د ایران د اټومي اطلاعاتو د ایشوا کیدا په اړه وویل: مونږ نورو هیوادونو ته د اټومي تړون د پټو راپورونو د ایشوا کیدا په ارتباط د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په غیر حرفه اي او سیاسي کړچار خواشیني یوو.
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د روسیې له اسپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کښې د ایران په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د اقداماتو په باره کښې وویل د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره د ایران د اټومي ادارې اړیکې د سیف ګارډ پراساس دي.
اټومي ټیکنالوژۍ ته د ایران د ضرورت د نه ښودلو لپاره د دوښمانانو هڅه او اټومي بم او پوځي وسلو ته د رسیدا لپاره د ایران د هڅې په اړه ادعا دروغ ده.
محمد اسلامي تائید کړه چې د ایران وروستۍ بریاوې د سلامتیا د طب د ژواک چاپیریال او د صنعت په زمینه کښې دي.
هغه وویل د اسلامي شورا د قانون پراساس د یورانیمو پخول د سوله ییزو موردونو لپاره دي او ایران تل اټومي تړون ته ژمن دی.