ولسمشر رئیسي: چین ته په سفر کښې به ۲۰ هوکړې لاسلیک کړو
(last modified Tue, 14 Feb 2023 00:45:16 GMT )
Feb 14, 2023 05:15 Asia/Kabul
  • ولسمشر رئیسي: چین ته په سفر کښې به ۲۰ هوکړې لاسلیک کړو

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په مختلفو برخو کښې د تهران او بیجنګ ترمینځ د شلو موافقو د لاسلیکولو خبر ورکړ

" سید ابراهیم رئیسی " بیګا د تهران په مهرآباد نړیوال هوايي ډګر کښې چین ته له روانیدو مخکښې وویل: دا سفر د ملګري هیواد چین د ولسمشر شي جین پينګ په بلنه کیږي او په کښې به وړومبې د ایران او چین ترمینځ د ۲۵ کلن سټراټیجک سند اجرايي کیدل تعقیب شي.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د خپل چینايي همرتبه شي جین پینګ په رسمي بلنه، د سیاسي او اقتصادي چارواکو د یو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ بیجنګ ته لاړ.

دا په تیر یونیم کال کښې د ولسمشر رئیسي لسم بهرنې سفر دی.

هغه چین ته له روانیدو مخکښې زیاته کړه: له دې امله چې چین او ایران دواړه ډیر ظرفیتونه او وړتیاوې لري او د دوو خپلواکو هیوادونو به توګه په سیمه او نړۍ کښې ګډې ګټې لري، لازیاتې اړیکې او ارتباطات لرلې شي.

هغه هم داشان وویل: باید هغه شاته پاتې والی چې له چین سره په اړیکه کښې موجود و، جبیره کړو.

ولسمشر هم داشان وویل: په مختلفو اقتصادي او د انرجۍ او مالي او اقتصادي برخو کښې له چین سره اړیکه لرو او په دې بنیاد په بیجنګ کښې د دواړو هیوادونو جګ پوړې چارواکي ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیکوي.

 

ټیګونه