ایران او چین د جامع سټراټیجک پروګرام بشپړې اجرا ته هوډمن دي
(last modified Tue, 14 Feb 2023 00:48:26 GMT )
Feb 14, 2023 05:18 Asia/Kabul
  • ایران او چین د جامع سټراټیجک پروګرام بشپړې اجرا ته هوډمن دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ایران او چین د هراړخیز سټراټيجک پروګرام د بشپړې اجرا کونې پخه اراده کړې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ایران او چین د هراړخیز سټراټيجک پروګرام د بشپړې اجرا کونې پخه اراده کړې ده

حسین امیر عبداللهیان څواړخیز پالنه او متوازن بهرنې سیاست، چین ته په سفر کښې د ایران د ولسمشر د سفر ایجنډا وبلله او په یو ټویټ کښې یې ولیکل: تهران و بیجنګ د هراړخیز سټراټیجک مشارکت د پروګرام بشپړې اجرا کونې ته هوډمن دي او په هر ځاې کښې چې د ولس ګټې وي، هلته موجود یو.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر چین ته د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له روانیدو مخکښې په خپل ټویټر ولیکل: له ولسمشر سره یوځاې د دولتي سفر په موخه چین ته روان یم، ډول ډول دوه اړخیزه اړیکې، څواړخیز پالنه او د انډولیز بهرني سیاست تعقیبونه مو په ایجنډا کښې ده.

 

ټیګونه