د ایران د فوځ له مرستو څخه د ترکیې د خلګو هرکلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128024-د_ایران_د_فوځ_له_مرستو_څخه_د_ترکیې_د_خلګو_هرکلی
د ترکیې د ادیامان د سیمې زلزله ځپلو خلګو د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ له بشري مرستو او له  ګرځنده روغتون د جوړېدو هرکلی وکړ.
(last modified 2023-02-15T08:22:47+00:00 )
Feb 15, 2023 12:43 Asia/Kabul
  • د ایران د فوځ له مرستو څخه د ترکیې د خلګو هرکلی

د ترکیې د ادیامان د سیمې زلزله ځپلو خلګو د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ له بشري مرستو او له  ګرځنده روغتون د جوړېدو هرکلی وکړ.

په ترکیې او سوریې کې د وروستیو زلزلو نه وروسته چي د امله یې له ۳۵ زرو کسان وژل شوي، د ایران مرستندویه ټیمونه د زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه دغو هیوادونو ته استول شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د ځمکنیو ځواکونو د طبي چارو مشر جنرال حبیب صدر، وویل: د ترکیې د ادیامان په زلزله ځپلې سیمه کې یوه ګرځنده ۵۰ بستریزه روغتون جوړ کړی چي د ورځې د سلو ناروغانو د علاج وړتیا لري.

هغه زیاته وکړه چي د ایران د اسلامی جمهوریت دغه فوځي روغتون، د ماشومانو د اپرېشن، د ماغزو د اپرېشن او ورته نور مسلکي خدمات زلزله ځپلو ته وړاندې کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د ځمکنیو ځواکونو د طبی چارو د مشر په وېنا، په یاد روغتون کې ۱۲ ډاکټران، ۶۳ نرسان او د لابراتوار په شمول مسلکي کسان شتون لري چي ترکي زلزله ځپلو ته درملیز خدمات وړاندې کوي.