د ایران بهرنې سیاست په آسیا کښې په اقتصادي باورجوړونې ولاړ دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران سیاست د ګاونډیانو په برخه کښې په باور جوړونې او په آسیا کښې د اقتصادي همپالنې په بنیاد ولاړ وباله
ولسمشر سید ابراهیم رئیسي چین ته په سفر کښې د دغه هیواد له ولسمشر، وزیراعظم او د ملي کنګرې له مشر سره له ملاقاتونو وروسته نن سهار تهران ته راستون شو.
فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې سید ابراهیم رئیسي تهران ته له رارسیدو سره سم د دغه سفر د لاسته راوړنو په هکله یوې وینا کښې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت بهرنې سیاست، د ګاونډیانو په برخه کښې باور جوړنه او په آسیا کښې د همګرایۍ سیاست دی او د دې سفر اهمیت له دې امله و چې په اقتصادي او سوداګري برخو کښې مصداقي موافقه اجرايي کړې شي، ځکه نو د ولسمشرانو په شتون کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ ۲۰ هوکړې لاسلیک شوې.
رئیسي دې ټکي ته په اشارې سره چې په دې سفر کښې په نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو کښې د ملګرتیا جاج واخیستې شو، زیاته کړه: چین د شنګهايي په سازمان کښې چې ایران یې هم غړی دی، مهم رول لري او له بلې خوا په «بریکس» کښې هم د ایران د غړیتوب بحث مطرح شو چې چین یې هرکلی وکړ.
د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې ایران د سیمې او نړۍ د امنیت په برخه کښې اغیزناک رول لري، څرګنده کړه: چین د نړۍ د نوي اقتصاد په توګه مطرح دی او له دغه هیواد سره ښه اړیکه زمونږ لپاره ډیره اغیزناکه کیدې شي.