د ایران او ازبکستان تر مینځ د دوه اړخیزو همکاریو زیاتېدا
Feb 18, 2023 02:16 Asia/Kabul
په تاشکند کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ازبکستان سره د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا ټینګار کړی دی.
د فارس له راپور سره سم، د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې د ایران سفیر حمید نیر آبادی د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال بهرام جان اعلایف سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.
دواړو لورو د سلامشورو په لړ کې د جګپورو چارواکو په سفرونه موافقه وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د چمتووالې اعلان وکړ.
ټیګونه