د مقاومت جبهه د امریکې د یواړخیز پالنې خلاف جوړه شوه
Feb 19, 2023 05:26 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر ټینګار وکړ چې د مقاومت جبهه د امریکایانو د یواړخیز پالنې خلاف رامینځته شوې ده
" وحید جلال زاده " د صدا و سیما د ټیلیویژن په پروګرام کښې وویل: د مقاومت جبهه، د امریکایانو د یواړخیزپالنې خلاف له دغه هیواد سره نزدې په لاتیني امریکا کښې جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه هیوادونه د ایران د اسلامي جمهوریت له منطقه پيروي کوي او کله چې اسلامي ایران د امریکې په وړاندې اودریده نو ټولو باور وکړ چې د امریکې د قدرت په وړاندې اودریدې شي.
د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر هم داشان وویل: په فکر او منطق په دنیا کښې د امریکې د یواړخیز پالنې خلاف مقاومت په زیاتیدو دی.
ټیګونه