د اروپایي ټولنې چلند د ټرمپ د غیر موثر سیاست دوام دی
د ایران بهرنیو چارو وزیر وویل: په وروستیو میاشتو کې د اروپايي ټولنې چلند د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نامناسبو سیاستونو دوام دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او ویاند د عمومي څانګې د راپور له مخې، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د یکشنبې په شپه د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره په ټلفوني خبرو کې د اسلامي انقلاب د بریا په کلیزې کې د میلیونونو ایرانیانو شاندار شتون ته په اشارې سره، له ترهګرو ډلو په ملاتړ کې د ځینو اروپایي هېوادونو پر چلند سخته نیوکه وکړه.
امیر عبداللهیان د ایران د اسلامي جمهوریت پروړاندې د بندیزونو د تکراري او پخواني سیاست په یادولو سره وویل: په وروستیو میاشتو کې د اروپایي ټولنې چلند د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د غیر موثر سیاست دوام دی، چې د بشري حقونو مفاهیمو په استفادې سره، د دوه مخۍ او غیر حقیقي معیارونو دوام ثابتوي.
د ایران د بهرني سیاست د څانګې مشر همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت او داټومي انرژۍ نړیوال آژانس ترمنځ د ملګرتیاو د دوام په اړه وویل، که دغه اداره په تخنیکي او غیر سیاسي لیدلوري سره عمل وکړي، د موضوع حل لپاره یوه چوکاټ ته د رسېدو امکان شتون لري.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول هم د ایران د اسلامي جمهوریت او د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس ترمنځ د ملګرتیاو او پرمختګ په اړه هیله څرګنده او د مسائلو د پرمختګ لپاره یې د خبرو پر دوام ټینګار وکړ.