Mar 03, 2023 16:08 Asia/Kabul

ټاکل شوې ده رفایئل ګروسي په دغه لنډ سفر کې د  ایران  دایټمي انرژۍ  د ادارې له مشر او نورو اړونده چارواکو سره  لیده کتۀ وکړي  او خبری سرچینې دغه سفر تر ډيره حده مهم ګڼي.

 

د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس مشر رفایئل ګروسي د ایران د اسلامی جمهوریت  له اړونده لوړپوړو چارواکو سره دلیدوکتو لپاره نن غرمه تهران ته راغی.

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، دایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس  مشر رفائیل ګروسي تهران ته په رسیدا سره د  ایران د ایټمي انرژۍ د  ادارې د د نړیوالو او پارلیماني چارود مرستیال  بهروز کمالوندي له هرکلي سره مخ شو.

ټاکل شوې ده رفایئل ګروسي په دغه لنډ سفر کې د  ایران  دایټمي انرژۍ  د ادارې له مشر او نورو اړونده چارواکو سره  لیده کتۀ وکړي  او خبری سرچینې دغه سفر تر ډيره حده مهم ګڼي.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په همداوروستیو کې له سی این این خبری چینل سره په خبرو کې  وئيلی دي ،د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره دایران رابطه په خپلې سمې او طبیعي لاره کې ده.

د ایران خارجه وزیر وئیلي دي تهران  له واسطو څخه په استفادې سره، امریکایانو ته په ډاګه وئيلی دي،چې هماغه شان  د نړیوالې ايټمي موافقې په لاره کې یوو او دغه لاره مونږ نه ده پریښودلي.

 

ټیګونه