د ایران خارجه وزیر سوریې ته ستون شو
Mar 09, 2023 09:32 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوري چارواکو سره د خبرو اترو په موخه دمشق ته راهي شو.
د ایران خارجه وزیر په داسي حال کې سوریې ته روان شوې چي له دې مخکې انقرې ته تللی وو او د دې هیواد له چارواکو سره یې د سیمه ایزو چارو په هکله سلامشورې کړې وي.
تاکل شوې ده چي امیر عبداللیهان د سوریې له ولسمشر بشار اسد او خپل سیال فیصل مقداد سره ملاقات وکړي.
ټیګونه