بې رېښې بنسټ به په سخت باد سره ونړېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129522-بې_رېښې_بنسټ_به_په_سخت_باد_سره_ونړېږي
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیستي رژیم پروړاندې د اعتراضونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ولیکل: بې رېښې بنسټ به په سخت باد سره نسکور شي.
(last modified 2023-03-15T03:21:20+00:00 )
Mar 15, 2023 07:45 Asia/Kabul
  •  بې رېښې بنسټ به په سخت باد سره ونړېږي

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیستي رژیم پروړاندې د اعتراضونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ولیکل: بې رېښې بنسټ به په سخت باد سره نسکور شي.

په تېرو اونیو کې د تل ابیب، حیفا، اشغال شوي بیت المقدس، بئر السبع، ریشون لتسیون او هرتزلیا په ګډون د فلسطین له شمال څخه تر سویل پورې په لسګونه ښارونه د صهیونیستي رژیم د کابینې پروړاندې د مظاهرو ډګر وو.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند«ناصر کنعاني» د صهیونیستي رژیم پروړاندې د مظاهرو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ولیکل: بې له شکه دا یوازې د اسرائیلو له متمرکز ناورینونو څخه یو دی. بې ریښې بنسټ به په سخت باد سره ونړیږي.

کنعاني په یوه ټویټ کې لیکلي: د جولا په ځاله کې د هویت پټ کړکېچ څرګند شو، په تل ابیب او نورو اشغال شویو سیمو کې واټونو ته د خلکو اعتراضي راوتل له لسو اونیو راهیسې په پرله پسې ډول روان دي.