د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي اماراتو ته لاړ
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د متحده عرب اماراتو له جګ پوړو چارواکو سره د لیدوکتو په موخه له تهرانه ابوظبۍ ته روان شوی دی
ابوظبۍ ته د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني په سفر کښې د ایران د مرکزي بانک مشر، د اطلاعاتو وزارت د بهرنیو اطلاعاتو د سازمان مشر او د فارس خلیج سیمې د هیوادونو په چارو کښې د خارجه وزیر مرستیال د هغه ملګرتیا کوي.
علي شمخاني له تهرانه د روانیدو په وخت د خبریالانو په ټولو کښې وویل: د ایران د دیارلسم حکومت سیاست د سیمه ایزو ملګرتیاؤ پراخول دي چې د ګاونډیتوب د ډیپلماسۍ په چوکاټ کښې یې تعقیبوو.
هغه زیاته کړه: که چیرې د سیمې ټول هیوادونه په دې باوري شي چې یوازې په پياوړې سیمې د برابرولو لپاره په هلوځلو سره پایداره امنیت او ثبات ته رسیدې شو، نو په سیمه کښې د نویو دوه اړخیزو او څو اړخیزو بدلونونو هیله کولې شو.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي زیاته کړه: د ایران او متحده عرب اماراتو ترمنیځ ګڼ اقتصادي، سیاسي او امنیتي اشتراکات موجود دي چې د پياوړتیا لپاره یې د دواړو هیوادونو د جګ پوړو چارواکو ترمینځ د پرله پسې صلاح مشورو دوام ضروري دی.