ایران د بشري حقوقو په هکله ادعا په کلکه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129830-ایران_د_بشري_حقوقو_په_هکله_ادعا_په_کلکه_رد_کړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي علي بحریني په هیواد کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله د ځانګړي راپورټر جاوید رحمان په ادعا وړ راپور باندې سختې نیوکې سره خبرداری ورکړ چې د بشري حقوقو شورا له سیاست څخه له اغیزمنیدا واټن واخلي.
(last modified 2023-03-20T20:30:25+00:00 )
Mar 21, 2023 00:57 Asia/Kabul
  • ایران د بشري حقوقو په هکله ادعا په کلکه رد کړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي علي بحریني په هیواد کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله د ځانګړي راپورټر جاوید رحمان په ادعا وړ راپور باندې سختې نیوکې سره خبرداری ورکړ چې د بشري حقوقو شورا له سیاست څخه له اغیزمنیدا واټن واخلي.

علي بحریني دغه موضوع پرون په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په دوه پنځوسمې غونډې کښې مطرح کړه او ویې ویل له بشري حقوقو ملاتړ په زیاتیدونکي ډول د ځینو حکومتونو لخوا په غیر توجیه وړ او ځان منمه هدفونو سره په غلط ټول تعقبیږي.

په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر علي بحریني په ایران کښې د بشري حقوقو د ځانګړي راپورټر جاوید رحمان په غیر حرفه اي کړچار باندې نیوکې سره وویل په خپل راپور کښې د جاوید رحمان ادعاګانې چې د یوه ټراجیډیک رومان په توګه بیان شوي دي په تیرو میاشتو کښې د یوشمیر لویدیځو حکومتونو او د هغوې د رسنیو او په  دغو اروپايي هیوادونو کښې د دیره ترهګرو ډلو لخوا تکرار شوي دي.

هغه وویل دغو اروپايي هیوادونو کوشش کړی دی خپل تصورونه په ایران کښې د بشري حقوقو د حالت د حقیقت په توګه انځور کړي.