د ایټمي بټیو په حوزې کې به مهم پرمختګ وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129864-د_ایټمي_بټیو_په_حوزې_کې_به_مهم_پرمختګ_وکړو
 د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې ویندوي ووئيل، که څه هم ډيرې په دې پسې وو چې د ایټمي صنعت وَنه له بیخه وباسي، خو ونه توانیدل  او اوس  دغه وَنه د  میوې د ورکولو په حال کې ده او د ایران د ملت لپاره به ډير ښه خبرونه ولرو.
(last modified 2023-03-21T05:58:44+00:00 )
Mar 21, 2023 10:26 Asia/Kabul
  • د ایټمي بټیو په حوزې کې به مهم پرمختګ وکړو

 د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې ویندوي ووئيل، که څه هم ډيرې په دې پسې وو چې د ایټمي صنعت وَنه له بیخه وباسي، خو ونه توانیدل  او اوس  دغه وَنه د  میوې د ورکولو په حال کې ده او د ایران د ملت لپاره به ډير ښه خبرونه ولرو.

د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې ویندوي  ټينګار وکړ، دایټمی صنعت په مختلفو حوزو کې مو د اکتشاف، ویستنې او د یورانیمو دپخونې په زمینو کې  اوڅاره پرمختګونه کړي دي.

د ایران  ځوانو متخصصانو ، د ایټمی پرمختګ د  ډول ډول تجهیزاتو او اهمداراز د ایټمي طبی تجهیزاتو په جوړولو او تولید کې  اوڅاره پرمختګونه کړي دي .

د ایران د ایټمی انرژۍ د  ادارې ویندوي بهروز کمالوندي  زمونږ خبریال سره په خبرو کې وووئيلو د بتَیو ، د یورانیمو د پخولو ، ریډیو ایکټیو درمل او د پلیټونو د کارولو په حوزو کې مو ډير زیات پرمختګونه کړي دي   او په هغو کې ترټولو  مهمې  هغه حوزې دي چې  د خلکو د درملنې او سلامتیا سره اړونده کیږي چې د ریډیو ایکټیؤ درملو په حوزې کې دي.

کمالوندي زیاته کړې ده ،د بټَیو په حوزې کې هم ښې لورنیونې  شوي دي او د کارون یا ډارخویّن  د ۳۶۰میګاواټي بریښنا کوټ د جوړولو په پيلیدا سره  چې  ایرانیو متخصصانو پلان کړې ،  او جوړول به ئې هم  دداخلی صنائعو له ظرفیّته په  استفادې سره وي، یو متوسطه بټۍ به ولرو چې هم لوړه ټيکنالوجي لري او هم د صنعتي اندازې له پلوه  ښه مدیریّت کولی شي.

 د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې ویندوي همداراز ووئيل، که څه هم ډيرې په دې پسې وو چې د ایټمي صنعت وَنه له بیخه وباسي، خو ونه توانیدل  او اوس  دغه وَنه د  میوې د ورکولو په حال کې ده او د ایران د ملت لپاره به ډير ښه خبرونه ولرو.