د ایټمي بټیو په حوزې کې به مهم پرمختګ وکړو
د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې ویندوي ووئيل، که څه هم ډيرې په دې پسې وو چې د ایټمي صنعت وَنه له بیخه وباسي، خو ونه توانیدل او اوس دغه وَنه د میوې د ورکولو په حال کې ده او د ایران د ملت لپاره به ډير ښه خبرونه ولرو.
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې ویندوي ټينګار وکړ، دایټمی صنعت په مختلفو حوزو کې مو د اکتشاف، ویستنې او د یورانیمو دپخونې په زمینو کې اوڅاره پرمختګونه کړي دي.
د ایران ځوانو متخصصانو ، د ایټمی پرمختګ د ډول ډول تجهیزاتو او اهمداراز د ایټمي طبی تجهیزاتو په جوړولو او تولید کې اوڅاره پرمختګونه کړي دي .
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي زمونږ خبریال سره په خبرو کې وووئيلو د بتَیو ، د یورانیمو د پخولو ، ریډیو ایکټیو درمل او د پلیټونو د کارولو په حوزو کې مو ډير زیات پرمختګونه کړي دي او په هغو کې ترټولو مهمې هغه حوزې دي چې د خلکو د درملنې او سلامتیا سره اړونده کیږي چې د ریډیو ایکټیؤ درملو په حوزې کې دي.
کمالوندي زیاته کړې ده ،د بټَیو په حوزې کې هم ښې لورنیونې شوي دي او د کارون یا ډارخویّن د ۳۶۰میګاواټي بریښنا کوټ د جوړولو په پيلیدا سره چې ایرانیو متخصصانو پلان کړې ، او جوړول به ئې هم دداخلی صنائعو له ظرفیّته په استفادې سره وي، یو متوسطه بټۍ به ولرو چې هم لوړه ټيکنالوجي لري او هم د صنعتي اندازې له پلوه ښه مدیریّت کولی شي.
د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې ویندوي همداراز ووئيل، که څه هم ډيرې په دې پسې وو چې د ایټمي صنعت وَنه له بیخه وباسي، خو ونه توانیدل او اوس دغه وَنه د میوې د ورکولو په حال کې ده او د ایران د ملت لپاره به ډير ښه خبرونه ولرو.