نوی لمریزکال او د انفلیّشن کنټرولول او دتولید وده
په دې لړ کې حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ۱۴۰۲لمریز کال د پیلیدا په مناسبت پخپل پیغام کې نوی کال د ؛انفلیّشن د کنټرولولو او د تولید د ودې؛ په عنوان سره نومولی دی.
اقتصادي قدرت د هر یو ه هیواد دملی قدرت یوه مهمه مؤلفه حسابیږي او د هیوادونو د قدرت په سنجونې کې د یوه مهم عامل به توګه په نظر کې نیول کیږي. ملی قدرت له اقتصادي قدرت سره په مستقیم ارتباط کې دی.
د اقتصادي قدرت په زمینې کې مختلف عوامل دخیل دي چې په هغو کې په ترټولو مهمو کې دتولید د ودې په اساس اقتصادي وده ده .وده په هرې زمینې کې د لویوالي او بالغ شونې یوه نښه ده . اوس که وده له اقتصاد سره اړونده وي،یعني یوه ټولنه د ژمنو د پوره کیدا په اساس په اقتصادي حوزې کې دومدار پرمختګ ته رسیدلی شي. اقتصادي وده، اقتصادي خدماتو او د شیانو دتولید زیاتیدا، د بل وخت له یوې مودې سره په پرتله کې تعریف کیدلی شي.
دغه مفهوم همداراز د انفلیّشن اندازې ته په پام سره په حقیقي یا د نامې په بڼه کې منظمیدلی او اندازه کیدلی شي. اقتصادي وده د مختلفو عواملو څخه اغیزمنیدلی شی، چې ممکنه ده حتی له تاؤتریخجنو شرائطو سره هم یو ځاي وي . له بل پلوه اقتصادي و ده او د تولید وده ،د هریوه هیواد په اقتصاد کې یوه ترټولو مهمه مثبته ځانګړنه حسابیدلی شي. اقتصادي وده په یوه اقتصاد کې د عمومي تولید زیاتیدا ته اشاره کوي.
په تولید کې عمومی ګټه ، د متوسطې ګټې له زیاتیدا سره ارتباط لري . دا چاره د عایداتو د زیاتیدا سبب کیږی او مصرفونکي هڅوي څو لازیات شیان واخلي او دا د ژوند د لا لوړ سټینډرډ او کیفیّت به معنا ده . په اقتصاد کې وده معمولا له فیزیکې پانګې ، انساني پانګې ، د کار له ځواک او له ټيکنالوجۍ څخه د تابع به توګه ماډل غوره کوي .په تیره بیا دا چې د کار دځواک یا د هغو آوزارونو د کمیّت یا کیفیّت زیاتیدا چې باید ورسره کار وشي او هغه دستورالعملونه چې د کاري ځواک ،پانګې او د لومړنیو موادو د ترکیب لپاره ورته لاس رسی کیږي،د اقتصادي ودې د زیاتیدا سبب کیږي.
له بل پلوه د انفلیّشن موضوع د یوه مهم منفی اقتصادي عامل په توګه ګڼل کیږي او په ملی اقتصادونو کې د انفلیّشن کنټرولول یوه اصلي موخه شمیرل کیږي. د اقتصاد په علم کې انفلیّشن د خدماتو او شیانو د بیّې د متوسطې زیاتیدا په توګه یاديږي دغه وده ،البته په نرخ کې معاش نه شاملیږي . دا چاره په ناڅاپي توګه یا په اوږدمهاله توګه ځان رابرسیره کوي. د حقوقو او تنخواګانو نه زیاتیدا به په
مصرفؤنکو ډګر تنګ کړي. لوړ انفلیّشن او ثابت حقوق سبب کیږي څو په خلکو کې د شیانو د اخستوقدرت او له خدماتو استفاده کمه شي. په نتیجې کې بې وځلي زیاتیږي او له مالي نظره هیواد به له سخت بحران سره لاس او ګریوان شي.
انفلیّشن د یوې منفي اقتصادي ځانګړنې په توګه له یوه پلوه د خلکو د اخستو پر قدرت او د محصولاتو او د شیانو د تمام شوي بیّو د زیاتیدا پر قدرت ډیرې منفي اغیزې وشیندي او د غوښتې د کمیدا په دلیل په نهایت کې د تولید او وړاندې کونې د سستیدا سبب کیدلی شي او دغه عوامل به د دوام په بڼه کې په نهایت کې داقتصادي ځوړتیا سب شي. له بل پلوه د شیانو د بیّیو مخ په وده زیاتیدونکي بهیر او د پانګې د ارزښت په کمیدا اندیښنه به، هم خلکو د سپَما اندازه به په اوڅاره توګه کمه شي.د غې موضوع ته د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي تل توجه کړې ده او دوي هغه که په ویناؤ کې وي او ککه پخپلو پیغامونو کې ئې ، د ټولنې د مختلفو پرګنو په هوساینې او معیشت کې د هغو د نه انکاریدونکي اهمیّت ته په پام سره د اقتصادي وضعیّت د ښه کولو په ضرورت ټينګار کړی دی.
په دې لړ کې حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ۱۴۰۲لمریز کال د پیلیدا په مناسبت پخپل پیغام کې نوی کال د ؛انفلیّشن د کنټرولولو او د تولید د ودې؛ په عنوان سره نومولی دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نوي لمریز کال په باب پخپل پيغام کې وفرمائیل، په روان کال کې د هیواد اصلی او چورلیزي مسئله هم اقتصاد دی. البته دا په دې معنا نه ده چې په نورو برخو کې مشکل نشته ،په هیواد کې په سیاسی او کلتوري زمینو کې هم مختلف مشکلات شته دي،خو که حکومت او پارلیمان او اقتصادي فعالان او ولسی ډلې ټپلې، انګیزه لرونکي ځوانان ټول د خلکو د مشکلاتو پر حل خپلې ټوله هڅې متمرکزې کړي،نو ډيرې نوره مسئلې به هم حل شي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خلکو د مشکلاتو حل د تولید او د انساني ځواک په څير په اقتصادي اساسی او بنیادي فعالیتونو کې نغښتي وبللې او وې وئيل،د تولید ترڅنګ نور اساسي کارونه ،د هغې پانګونې مهمه موضوع ده چې باید حکومتی مسئولان او د خصوصي برخې ورته ځانګړی پام ولري. د اسلامي انقلاب معظم لارښود په نویمې لسیزې کې دپانګونې په زمینې کې د هیواد وروسته پاتیوالی ته په اشارې سره ټينګار وکړ،یوه جدي تشه ، د پانګونې موضوع ده چې باید په پلانونې سره ورته زمینه برابره او ترسره شي.دوي وفرمائيل،زۀ ددغو ټولو اړخونو په تیره بیا د یو اصلی مشکل په توګه د انفلیّشن موضوع او همداراز له اقتصادي مشکلاتو د هیواد د ژغورنې د یوې اساسی کِلئ په توګه دتولید موضوع په نظر کې په نیولو سره د ۱۴۰۲لمریز کال شعار هم ؛ دانفلیّشن یا انفلاسیون کنټرولول او د تولید وده : اعلانوم.