عربستان او ایران دیوه بل دحذفولو فکر  نشي کولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129870-عربستان_او_ایران_دیوه_بل_دحذفولو_فکر_نشي_کولی
 کمال خرازي زیاته کړې ده ، د یمن والو ترمینځ د خبرواترو د فضا برابریدا، دکلابندۍ ختمیدا او د  اوربند دوام  او په نهایت کې د هماغه ټاټوبی د  خلکو د غوښتې او هوډپه اساس د یوه حکومت جوړیدا،په یمن کې د جنګ له هماغه پیله د ایران داسلامی جمهوریت  اصولی دریځ دی او هماغه شان  ایران تیار دی چې د دغو خبرو د پوره کیدا لپاره دوه چنده هڅې وکړي.
(last modified 2023-03-21T07:28:44+00:00 )
Mar 21, 2023 11:55 Asia/Kabul
  • عربستان او ایران دیوه بل دحذفولو فکر  نشي کولی

 کمال خرازي زیاته کړې ده ، د یمن والو ترمینځ د خبرواترو د فضا برابریدا، دکلابندۍ ختمیدا او د  اوربند دوام  او په نهایت کې د هماغه ټاټوبی د  خلکو د غوښتې او هوډپه اساس د یوه حکومت جوړیدا،په یمن کې د جنګ له هماغه پیله د ایران داسلامی جمهوریت  اصولی دریځ دی او هماغه شان  ایران تیار دی چې د دغو خبرو د پوره کیدا لپاره دوه چنده هڅې وکړي.

د ایران اسلامی جهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر کمال خرازي  داړیکو د بیرته پيلولو لپاره د تهران او ریاض  موافقې  ته په اشارې سره  ټینګار وکړ، ایران او عربستان  دیوه بل په نسبت د حذفولو فکر نشي درلودلی . سید کمال خرازي  سورئې  ته پخپل سفر کې په اسد نومې کتابتونو کې  په سورئې کې د دیره خارجه و زارت  چارواکو ، ډيپلوماټانو ،استاذانو او محصیلینو په شتون سره  په دستورو کې ووئیل، د لویدیځي  آسیا او فارس خلیج سیمې  دامنیتی بحران  د حل لپاره ترټولو ښه لاره ، دورورولۍ خبرې اترې ،البته د بهرنیو قدرتونو له شتون او ګوتوهنو پرته دسیمې د  هیوادونو ترمینځ جوتې او بې پَردې خبرې اترې دي.

 کمال خرازي زیاته کړې ده ، د یمن والو ترمینځ د خبرواترو د فضا برابریدا، دکلابندۍ ختمیدا او د  اوربند دوام  او په نهایت کې د هماغه ټاټوبی د  خلکو د غوښتې او هوډپه اساس د یوه حکومت جوړیدا،په یمن کې د جنګ له هماغه پیله د ایران داسلامی جمهوریت  اصولی دریځ دی او هماغه شان  ایران تیار دی چې د دغو خبرو د پوره کیدا لپاره دوه چنده هڅې وکړي.

 د ایران دبهرنیو اړیکو دسټراټژيکې  شورا مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې په صهونیسټ رژیم کې  افراطي ډلو ټپلو او کرغیړنو کسانو راپورته کیداد فلسطینیو ښځو ماشومانو او سړیو د ژوند په باب اندیښنې زیاتې کړي دي ، ووئيل،  په داسې حال کې چې   له عربي هیوادونو څ خه د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو سره په مقابلې کې  سیاسی عمل میدان ته په زغرده ددنګلو توقع کیږي، خو اپوټه ،له دغه جنایتکار او وحشي رژيم سره  دسیمې د ځينو حکومتونو د  اړیکو د عادي کیدا شاهدان یوو.  هغه همداراز ووئيل،  له اسرائيلي رژيم سره  داړیکو عادي کیدا  او  فارس خلیج سیمې ته ددغه تیریګر او جنایتکار رژيم د پښو پل اوږدول  د فلسطین له آئيډئيل او د دغې سیمې له اوسیدونکو سره خیانت دی.

 کمال خرازی په دغه سفر کې همداراز د سورئې له لوړ پوړو چارواکو سره هم لیده کړي  او د دوو اړخیزو او سیمه ایزو حالاتو په باب ئې ورسره بحث او د نظر تبادله کړې ده.