د کرکې خپرول، په لوېدیځ کې د سیستماتیک اسلاموفوبیا پایله ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، په سیستماتیک ډول په لوېدیځ کې د اسلام غندنې او اسلام فوبیا پایله، د نفرت او ښکاره تاوتریخوالي خپرېدل ده.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د پنجشنبې په ورځ د انګلستان په بیرمنگام ښار کې له جومات څخه د وتلو په وخت کې د یوه بوډا مسلمان سوځولو ته په اشارې سره په یوه ټوېیټ کې ولیکل: د انګلستان د بیرمنگام ښار په کوڅه او د ټولو خلکو په مخ کې د یوه بوډا مسلمان سوځول، په داسې حال کې چې هغه له جومات څخه وتلو، ډارونکی او ټکان ورکوونکی دی. دا د برتانیې د حکومت سمدستي مسؤلیت دی، چې دا وحشیانه عمل په دقت سره وڅېړي او پایلې یې اعلان کړي.
د نفرت، تبعیض او تاوتریخوالي خپرېدل، د لوېدیځو هېوادونو په ګډون په مختلفو هېوادونو کې مسلمانو ټولنو ته ستر زیانونه رسولي دي. په انګلستان کې هم دا کار په داسې حال کې شوی، چې په اروپايي هېوادونو کې د حکومتونو د بې کفایتۍ له امله، اسلاموفوبیا ډېره شوې ده. په انګلستان کې وروستۍ شمېرې ښیې چې په دې هېواد کې د مسلمانانو پرضد کرکه، د تېر کال د ټولو ثبت شویو مذهبي کرکې جرمونو 42 سلنه جوړوي.
په دې کې شک نشته چې د سپټمبر د يوولسمې پېښې او له هغې څخه رامنځته شوې سترې سياسي، امنيتي او تبليغاتي څپې، په لوېديځ کې مسلمانانو ته په کومه سترګه کتل او په لوېديځه ټولنو کې له هغوى سره د تعامل په اړه ژور اغېز وکړ. له هغه وروسته د اسلام فوبیا پراخه او پلان شوې څپه، په مختلفو رسمي او غیر رسمي شکلونو کې راڅرګنده شوه، د دې ترڅنګ چې د اسلام او مسلمانانو یوه مغشوشه څېره یې راښکاره کړه، په لوېدیځو هېوادونو کې پر مېشتو مسلمانو لږکیو باندې یې ډېری رواني او حقوقي محدودیتونه او فشارونه ولګول.
دا په داسې حال کې ده چې د مذهبي باورنو له مخې د اسلام فوبیا ډېرېدل، د سوله ایزې ژوند د پراختیا په لاره کې یوه اساسي ننګونه ګڼل کېږی او له دې امله، د ایران اسلامي جمهوریت تل د مذهب او باور پر خلاف هر ډول تاوتریخوالی غندلی، او په ټولې نړۍ کې د اسلاموفوبیا له امله د بریدونو له قربانیانو سره د ځان پر بشپړې پیوستون ټینګار کړی دی.
د یوه راپور له مخې چې په ۲۰۲۲ کال کې خپور شو، د اسلاموفوبیا مسله په ټوله اروپا کې مخ په زیاتېدونکې ګواښ بدله شوې او د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د ښي اړخو ګوندونو له خوا، د مسلمانانو ضد کمپاینونه زیات شوي دي.
په ټوله اروپا کې د اسلاموفوبیا اړوندو پېښو سربېره، د ژوند په ټولو برخو کې له کار څخه نیولې تر روغتیا، ښوونې او روزنې او تر قضايي سیستم پورې، د مسلمانانو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض هم مخ په زیاتېدو دی؛ د بېلګې په توګه، په انګلستان کې، په تېرو لسو کلونو کې د مسلمانانو پروړاندې د کرکې د جرمونو شمېر، 291 سلنه ډېر شوی دی. په سویډن کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، شاوخوا زر جرمونه یوازې په مذهبي اساس ترسره شوي دي.
حقیقت دا دی چې اوس په لوېدیځو هېوادونو کې مسلمانانو ته د شک په سترګه کتل کېږي. د اسلام او مسلمانانو پر ضد خوځښتونه هم د ځینو رسنیو او سیاستوالو له خوا په دوامداره توګه پیاوړي شوي دي. دا چلندونه او سازماني دریځونه دومره زیات شوي او د مسلمانانو لپاره یې دومره میدان تنګ کړی، چې بالاخره ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۵مه د اسلام فوبیا پر وړاندې د نړیوالې ورځې په توګه د اسلامي هېوادونو په وړاندیز چې د دې سازمان غړي دي، ونوموله.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر، ولکر ترک په اروپا کې د اسلام فوبیا زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: موږ د نړۍ په ډېرو برخو کې د مسلمانانو د عقیدې له امله د تبعیض شاهدان یو. اسلام فوبیا او د مذهبي عقایدو له امله هر ډول تبعیض، د ټولې ټولنې لپاره ویجاړونکی دی.
له دې امله، په لوېدیځو هېوادونو کې د اسلامو فوبیا او له مسلمانانو سره د تبعیض او تاوتریخوالې دوام، په ټولنه کې د کرکې د خپرېدو او امنیت او سولې ته د ګواښ سبب کېدی شي او په همدې دلیل د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هم ویلي چې تاوتریخوالی او کرکه په لوېدیځ کې د سیستماتیک اسلاموفوبیا پایله ده.