امریکا هڅه کوي چې اسلام له منځه یوسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129976-امریکا_هڅه_کوي_چې_اسلام_له_منځه_یوسي
په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب د اسلام او انقلاب د نسکورولو لپاره د امریکا دسیسو ته په اشارې سره وویل: امریکا تل هڅه کوي د تبلیغاتو له لارې د خلکو پر عقایدو او د هغوی پر فکرونو اغېزه ولري.
(last modified 2023-03-24T20:24:15+00:00 )
Mar 24, 2023 14:04 Asia/Kabul
  • امریکا هڅه کوي چې اسلام له منځه یوسي

په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب د اسلام او انقلاب د نسکورولو لپاره د امریکا دسیسو ته په اشارې سره وویل: امریکا تل هڅه کوي د تبلیغاتو له لارې د خلکو پر عقایدو او د هغوی پر فکرونو اغېزه ولري.

د ایران پرس د راپور له مخې؛ حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبو کې وویل: امریکا د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه تر ننه پورې، د جنګونو، بندیزونو، ترهګرۍ، قومي اختلافونو، د منافقینو په وسیله د ناامني رامنځته کول او د مختلفو فتنو او فسادونو په لاره اچولو څخه کار اخیستی دی، داسې چې  د فتنې او سقوط لپاره ګډه جګړه پیل کړه او ټول مستکبر هیوادونه د دغه نظام د نسکورولو لپاره لاس په کار شول.

په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب زیاته کړه، امریکا حتی د اسلامي انقلاب د نسکورولو لپاره په خپله وړاندوینه کې تبلیغاتي وسایل په پام کې نیولي وو ترڅو د خلکو پر عقایدو او پوهې اغېزه وکړي، او د ایمان، پرځان باورۍ او خپلواکۍ روحیه د ایران له خلکو څخه واخلي.

حجت الاسلام صدیقي ټینګار وکړ چې ایران په تېرو ۴۴ کلونو کې د بندیزونو او عامو او هر ډول بزدلانه وژنو سره سره پرمختګ کړی دی.

په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب یادونه وکړه چې د بهرنیو فشارونو او ګډو جنګونو سره سره، د ایران دیارلسم حکومت د خلکو په ملاتړ او بصیرت سره د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.