په هسپانیه کې د ایران او سعودي عربستان د سفیرانو لیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130238-په_هسپانیه_کې_د_ایران_او_سعودي_عربستان_د_سفیرانو_لیدنه
د ایران او سعودي عربستان سفیرانو په مادرید کې سره وکتل او د ځینو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
(last modified 2023-03-28T04:20:31+00:00 )
Mar 28, 2023 08:45 Asia/Kabul
  • په هسپانیه کې د ایران او سعودي عربستان د سفیرانو لیدنه

د ایران او سعودي عربستان سفیرانو په مادرید کې سره وکتل او د ځینو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، په هسپانیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر«حسن قشقاوي» د سه شنبې په ورځ په دغه هېواد کې د سعودي عربستان د سفیر په بلنه په مادرید کې د هغه په استوګنځي کې د افطار په میلمستیا کې ګډون او له هغه سره یې خبرې اترې وکړې.

د ایران او عربستان سفیرانو په ټولو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

له دې وړاندې هم په تاجکستان کې د سعودي عربستان سفير وليد بن عبدالرحمن الرشيدان په دوشنبې ښار کې د ايران په سفارت کې د نوروز د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ او په تاجکستان کې يې د ايران له سفير محمد تقي صبري سره لیدلي وو.