په ایران کې د طبیّعت ورځ دې پر ټولو بختوره شي
د اپریل دوهمه او د وري یا حمل د میاشتې دیارلسمه نیټه د ایران په کال هینداره کې د طبیّت ورځ نومول شوې ده .
د ایران خلک دنوي کال په دیارلسمه ورځ د خوښو اونیکو ددودونو په اساس د طبیعت لمن ته ورځي څو له طبیعي مواهبو څخه په خوند اخستو سره ، یوه تانده او له خاطرو ډکه ورځ دکورنۍ او خپلوانو ترڅنګ تیره کړي.
د هرکال د وري دمیاشتې دیارلسمه نیټّ ،یعني د نوروز د اختر دچټیانو ترټولو وروستۍ ورځ ده چې؛سیزده بدر ؛بلل کيږي.
ایرانیان پخوا راهسې د نوي لمریز کال او نورو ز له دولس ورځو خوشالیانو او جشنونو وروسته د نوروز دیارلسم په ورځ باغونو ، پارکونو او دښټو ته ورځي څو د نیکمرغه نوروز اختر ترټولو وروستۍ ورځ په طبیعت کې او د شنو بوټو او د چینو د روانو اوبو او آبشارونو ترڅنګ تیره کړي .طبیعت له ډير پخوا راهسې دایران د ولس داحترام وړ دی او دطبیَعت په ساتنې او پاکوالي کې ئې هڅه کړې ده . د نوروز د دیارلسمې ورځې کې د ایرانیان ګرځيدل او د طبیعت لمن ته دنګل ، ترټولو نیک نړیوال پیکیج دی او د نوروز د نیکمرغه اختر ددغې ورځې جشنونه او دستورې یوه تاریخي او لرغوني ریښه لري.
دطبیعت درستو مینه والو ته دې دغه ورځ مبارک وي .