د بشري حقوقو د شورا اقدام د خواشینۍ وړ دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایران پرضد د بشري حقوقو د شورا د پریکړه لیک په ردولو سره د سیاسي هدفونو لپاره د بشري حقوقو ښکاره لاسوهنه د خواشینۍ وړ وبلله.
د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا په تیرې سه شنبې ورځ په ایران کښې د بشري حقوقو د حالت پرضد د انګلستان او د ایسلینډ وړاندیز شوی پریکړه لیک په درویشتو مثبتو ، اتو منفي او شپاړسو سپینو رایو سره تصویب کړ.
د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په جینیوا کښې د بشري حقوقو د شورا په دوه پنځوسمې غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د بشري حقوقو د شورا سیاسي پریکړه لیک ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د حالت د پریکړه لیک پلان چې د خپلې خوښې په تفکر، له غرض او له ټکر څخه ډک او په سیاسي هدفونو سره برابر شوی دی مرود ګڼي او د ایران ضد د تپلي ځانګړي راپورټر د ماموریت تمدیدول غندي.
هغه ټینګار وکړ د بشري حقوقو شورا په غیر حکومتي موسسو او حکومتونو کښې د بشري حقوقو د خبرو اترو لپاره د مذاکراتو او د ملګرتیا پراساس له بشري حقوقو د ملاتړ او د دودیدا لپاره د ملګروملتونو یو اصلي ارګان دی او له دغه ارګان څخه سیاسي او اوزاري استفاده داسې کړچار دی چې لویدیځ هیوادونه د دغه کړچار په غوره کولو سره د ملګروملتونو د اعتبار او د هغه د پریکړه لیکونو د کمزوري کیدا سبب شوي دي.