د وري په ۲۵ نیټه د قدس ورځې لاریونونه ترسره کیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قدس د نړیوالې ورځې او د انتفاضې د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف وویل « فلسطین د اسلامي نړۍ د وحدت چورلیز او قدس د ازادۍ په درشل »کښې د روان کال د قدس د نړیوالې ورځې د اصلي شعار په توګه انتخاب شوی دی.
د روژې د مبارکې میاشتې اخري جمعې ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوي ده.
د قدس د نړیوالې ورځې او د انتفاضې د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف په تیرې سه شنبې ورځ په دې خبرې سره چې د روان کال د قدس د نړیوالې ورځې لاریونونه د وري د میاشتې په پینځویشتمه یعني د روژې د مبارکې میاشتې په درویشمه او د اپریل د میاشتې په دیارلسمه نیټه ترسره کیږي وویل د شب قدر له شپو سره د روان کال د قدس د نړیوالې ورځې یووالی به د اسلامي دنیا لپاره دوه چنده خیر او برکت ولري.
هغه وویل د قدس د نړیوالې ټول لاریونونه به له جوماتونو او امامباړو څخه پیل شوي او ټول خلک به بیا د جمعې لمانځونه هم ترسره کړي.