موجوده حالاتو کې د اسلامی هیوادونوهمپالنه د ورځې ضرورت دی
(last modified Sat, 08 Apr 2023 00:05:36 GMT )
Apr 08, 2023 04:35 Asia/Kabul
  • موجوده حالاتو کې د اسلامی هیوادونوهمپالنه د ورځې ضرورت دی

د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر  دترکیې انډونیشیا، قزافستان او یوشمیر نورو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني  تماس کې  جوته کړه، د وحشي صهیونیستي رژيم  له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو لازیاته همپالنه او غږملتیا یو  جدي او اساسی  ضرورت دی.

وحشي صهیونیسټي عسکرو د چارشنبې سهار وختي په الاقصی جومات کې پر معتکافو وحشي  ډوله یرغل ک ړی او هڅه ئې کړې ،څو په الاقصی جومات کې اعتکاف کونکي مسلمانان له جماته وباسي چې په دغه جنایت کې په لسګونو فلسطینیان ټپيان او نیول شوي دي.

زمونږخبریال راپور راکړ، په همدې باب د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي له پنجنشبې راهسې د انډونیشیا، قزاقستان، ترکیې او ځینو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني تماسونو کې پر الاقصی جومات د صهیونیسټ رژيم دحملو او له دغه وحشي ډوله اقداماتو سره په مقابلې کې د سبیبمې دهیوادونو دهمپالنې دضرورت په باب خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.

ابراهیم ریسي په دغو خبرو کې په الاقصی جومات د صهونیسټي رژيم  وروستي تیري او دغه راز په سورئې  او لبنان ددغه رزيم وحشي ډوله حملې محکومې کړې او له دغه وحشي ډوله رژيم اقداماتو سره د مقابلې لپاره ئې د اسلامی هیوادونو د لازیاتې همپالنې غوښته   وکړه.

د اسلامی ایران ولسمشر د فلسطینی ولس په تیره بیا په الاقصی جومت کې د معتکفینو په ضد ددغه صهیونسیټي رژيم  جنایتونو او ددغه مقدس ځاي سپکاویو ته په اشارې سره  ووئيل،اسلامی ایران له دغه وحشي صهیونیسټي رژيم  له بدماشیو سره دمقابلې د لارو  چارو دارزونې لپاره د اسلامی ملګرتیاموسیسې د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کوي.

هغه همداراز دسیمې د هیوادونو مځکنۍ بشپړتیا ته داحترام په ضرورت باندې په ټينګار سره له ترهه ګرۍ او بیلتون غوښتې سره دمقابلې ترټولو مهمه لاره  دسیمې د هیوادونو دملی حاکمیّت ملاتړ وبالۀ.

په دغو خبرواترو کې دنوموړو اسلامی هیوادونو مشرانو هم د اسلامی ایران د وروستیو اقداماتو  او هڅو په قدرونې سره  په الاقصی جومات  او د فلسطین دمظلوم ولس په ضد د صهیونیسټي رژيم وروستي تیري په کلکه محکوم کړل  او له دغو تیریو سره دمقابلې لپاره ئې د اسلامی ملګرتیاموسیسې په چوکاټ کې  داسلامی  هیوادونو د همپالنې او دنظر پر یووالي ټينګار وکړ.

 

ټیګونه