د ایران مرسته کونکي د افغانستان له اړمنو سره مرستې کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د روژې له مبارکي میاشتې سره په یووخت د ایران خیران او مرسته کونکي د افغانستان د خلکو په سختو او مشکلو ورځو کښې د افغانستان د وروڼو او خویندو مرستو ته ورغلل.
د افغانستان څه د پاسه څلویښت کاله جنګونه او نیواکګرۍ د افغانستان د کابو اوه میلیونه ښاریزو د مهاجرت سبب شوي او د کلتوري ګډولو او د ګاونډیتوب په دلیل څه د پاسه نیمايي افغانان په پاکستان او ایران کښې ژوند کوي او د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له ښاریزو سره هرډول مرستې کړي دي.
د ایران خیرانو په دغه خدای پرستانه کارونو کښې د دریو زرو خوراکي بستو او ډوډیو لګښت ورکړی دی او د افغانستان د کورنیو ښځینه سرپرستانو ته یې دغه ډوډیانې ورکړي دي.
د افغانستان یوشمیر ښځو وویل حتی خپلو کورونو ته د خوراکي شیانو د وړلو لپاره کرایه نلري او د دوې بچیان د ایران د خیرانو د خوراکي شیانو او ډوډیو په مرسته کولو ډیر خوشحاله دي.
د خواړو نړیوال پروګرام په خپل نوي راپور کښې ویلي دي چې د افغانستان له هرو لسو کورنیو څخه نهه کورنۍ د خوړلو لپاره کافي خواړه نلري او شپږ میلیونه خلک هم له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.