د ایران پوځ له هرډول ګواښ سره مقابلې ته تیار دی
د ایران د پوځ مرستیال غږملونکي همداراز د ایران د پوځ ماموریّتونو ته په اشارې سره ووئيل، د اسلامی ایران پوځ په پوځي حوزې کې پر غوره رول لوبونې سربیره ، په ناببره پيښو کې دمرسته رسونې او په ټولنیزو ډګرونو کې بشپړ فعالیتونه کوي.
د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکی امیر البحر حبیب ا... سیاري ووئيل، د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ چمتووالی لري ، هر ډول ګواښ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
زمونږخبریال راپور راکړ، امیر البحر حبیب ا... سیاري پرون ناوخته له تهران ریډیو سره په خبرو کې په دې خبرې کولو سره چې د اسلامی ایران پوځ د اسلامی ایران د مقدس نظام یو اساس دی ، ووئيل،په ټولو ډګرونو کې د ایران د پوځ پوځي توانمنۍ د زیاتیدا په حال کې دي .
امیر البحر سیاري ټينګار وکؤ، د اسلامی ایران پوځ تیار دی له هرډول ګواښ سره کوټلي او جدي مقابله وکړي او په هماغه مرئ کې ئې خپه کړي او اجازت ورنکړي چې څواک د ایران ند اسلامی جمهوریت پر ټاټوبی تیری وکړئ شي.