د قدس نړیواله ورځ؛ د اسلامي نړۍ د بیدارۍ ورځ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131202-د_قدس_نړیواله_ورځ_د_اسلامي_نړۍ_د_بیدارۍ_ورځ
نن جمعه د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۴مه (د ۱۴۰۲م کال د وري ۲۵مه) د ۱۴۴۴م کال د رمضان د میاشتې له ۲۳مې او د قدس له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده.
(last modified 2023-04-17T01:03:22+00:00 )
Apr 14, 2023 08:00 Asia/Kabul
  • د قدس نړیواله ورځ؛ د اسلامي نړۍ د بیدارۍ ورځ

نن جمعه د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۴مه (د ۱۴۰۲م کال د وري ۲۵مه) د ۱۴۴۴م کال د رمضان د میاشتې له ۲۳مې او د قدس له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده.

د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په نومولو سره، مسلمان ملت د فلسطین مسئلې ته د مظلومو ولسونو د ملاتړ د اړتیا په سترګه ګوري.

د فلسطین مسله د اسلامي نړۍ تر ټولو مهمه مسئله ده او په هېڅ وخت باید له پامه ونه غورځول شي. له همدې امله د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د مظلومو ملتونو د ملاتړکوونکي په توګه د فلسطین له مظلوم ملت څخه د ملاتړ دوام اصلي موضوع ګڼي او د فلسطینیانو او د دې خاورې د اصلي خاوندانو له لوري د دوی د برخلیک ټاکلو پر حق ټینګار کوي.

د څه دپاسه ۷ لسیزو د تاریخي ظلمونو تجربه ښیي چې د قدس نیواکګر هېڅکله د مظلومانو د حقوقو ورکولو ته غاړه نه ږدي او د دغه حالت د ختمولو یواځینۍ لاره، د مقاومت او مبارزې دوام او د نړیوالو حقونو پروړاندې د نیواکګرو اړ ایستلو او د فلسطین ملت د برخلیک ټاکلو اصل منلو لاره ده.

نو د قدس نړیواله ورځ نه یوازې د دغه نیواک د غندلو یو  پاڅون دی، بلکې په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو او د هغوي د ملګرو په مشرۍ د مختلفو استکباري دسیسو پر وړاندې د اسلامي ملت د بیدارۍ نښه هم ده.

هر کال د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په رارسېدو سره، په ایران او نورو اسلامي هېوادونو کې روژه نیوونکي مسلمانان په راټولېدنو او لاریونونو کې په ګډون سره د قدس له ورځې نمانځنه کوي.