قدس د اسلامي نړۍ لومړۍ مسأله نه هېرېږي
Apr 14, 2023 09:21 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت د پوځ عمومي مشر وويل: د قدس ورځ د دې لامل ګرځې چې د اسلامي نړۍ لومړنۍ مسئله بايد هېره نه شي.
د قدس د نړیوالې ورځې لاریون نن سهار په تهران او د اسلامي ایران په نورو ولایتونو کې پیل شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي مشر تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوي، د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایران په شمال لوېدیځ کې د ختیځ آذربایجان ولایت په مرکز تبریز کې زیاته کړه، صهیونیستي رژیم چې د استعماري قدرتونو له خوا رامنځته شوی، په خپلو تبلیغاتو سره د فلسطين د هېرولو هڅه کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي مشر ټینګار وکړ: د قدس ورځ او د اسرائیلو پروړاندې د خلکو د مرګ پر اسرائیلو غږونه د دې لامل ګرځي چې د اسلامی نړۍ او د فلسطین لومړنۍ مسئله هېره نه شي.
ټیګونه