د مسلمانانو اتحاد د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو یوازینۍ مخنیونکي لاره ده
ابراهیم ریئسی پرون ناوخته د قزاقستان له ولسمشر سره په ټيلیفوني تماس کې د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ووئيل، د اسلامی نړۍ مختلفې موضوعګانې په تیره بیا په الاقصی جوما، غزې تړانګې او لبنان د صهیونیسټي رژيم تیري او بې حرمتي ایجابوي چې اسلامی هیوادونه له دغو تیریګرو اقداماتو سره دمقابلې لپاره لازیاته ملګرتیا او غوره لارې چارې ولټوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د قزاقستان له ولسمشر قاسم ژورمارت توکایف سره په ټيلیفوني تمامس کې ټينګار وکړ، د نړیوالې ټولنې د منزوي او چپه خوله پاتیکیدا په وړاندې یوازې د مسلمانانو د اتحاد پریکنده پیغام د وحشي صهیونیسټي رژيم د تیریو مخه نیولی شي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، ابراهیم ریئسی پرون ناوخته د قزاقستان له ولسمشر سره په ټيلیفوني تماس کې د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ووئيل، د اسلامی نړۍ مختلفې موضوعګانې په تیره بیا په الاقصی جوما، غزې تړانګې او لبنان د صهیونیسټي رژيم تیري او بې حرمتي ایجابوي چې اسلامی هیوادونه له دغو تیریګرو اقداماتو سره دمقابلې لپاره لازیاته ملګرتیا او غوره لارې چارې ولټوي.
هغه د اسلامي ملګرتیا موسیسې د بیړنۍ سرمشریزې دترسره کولو لپاره د اسلامی ایران په وسیله وړاندې شوي نوښت ته په اشارې سره ووئيل، په داسې حال کې چې د صهیونیسټي رژيم دتیریو او جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو د چُپتیا شاهدان یوو، د مسلمانانو د پيوستون او اتحادیوازینی پریکنده پيغام ددغو تیریو مخه نیولی شي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توکایف هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې ووئيل، مسلمان هیوادونه باید د اسلامی نړۍ مسئلې د متقابلو ملګرتیاؤپه پیاوړتیا او د سلامشورو په پراختیا سره حل کولی شي. هغه ایران او قزاقستان دوه په زړه پورې او د یوه بل ډاډمن ګاونډیان اوشریکان وبلل او روښانه ئې کړه ، پخپلو کې سره دملګرتیاؤ د لوړتیا لپاره ډير ښه ظرفیّتونه لرو ا و باید د مخکینیو موافقو د اجرا دچټکتیا لپاره کاروکړو.