دښمانانو د ایران د هوايي صنعت پرمختګ منلی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د دفاع وزارت د هوايي صنایعو د ادارې مشر برید جنرال «افشین خواجه فرد» د هیواد دفاعي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل د لویدیځو هیوادونو په علمي مقالو کښې له ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکو سره د ایران د کوثر جنګي الوتکې پرتله کول او د دغه جنګي الوتکې په ډیرو لوړو وړتیاو باندې اعتراف د ایران په هوايي پرمختګ باندې د دښمانانو اعتراف دی.
هغه د کوثر او د صاعقه جنګي الوتکو ، د صبا هیلي کوپټر، الوتکو، انجنونو، باډۍ او پایلټ لرونکو الوتکو او کروز توغندیو ته په اشارې سره وویل دښمانانو د ایران په هوايي پرمختګ اعتراف کړی دی او په یوې علمي مقالې کښې یې د کوثر جنګي الوتکه له ایف پینځه دیرش ډوله جنګي الوتکې سره ورته کړي ده او ویلي یې دي چې کوثر جنګي الوتکه له ډیرو زیاتو وړتیاو څخه برخمنه ده.
خواجه فرد د ایران د ځمکنیو، هوايي او د سمندري ځواکونو په شمول د هیواد د ټولو ځواکونو د جنګ په ادارو کښې د بې پایلوټه الوتکو پراخو کارول کیدا ته په اشارې سره وویل د ایران بې پایلوټه الوتکو د بیلابیلو پوځي مانورو په ډګرونو او د حقیقي جنګ په میدان کښې خپل ځانونه ثابت کړي او ټولې دنیا ته یې خپل ځانګړي قابلیتونه ورښودلي دي او د ایران د بې پایلوټه الوتکو د صنعت پرضد د ځینو هیوادونو د دریځ غوره کولو علت همدا دی.