د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی:
د افغانستان کړکېچ د ملګرو ملتونو په ملاتړ سره هوارېدایشي
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي سره په لیدنه کې وویل: د افغانستان بحران یوازې د سیمې او د ملګرو ملتونو په ملاتړ سره هوارېدایشي.
د ایرنا له راپور سره سم، د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی کاظمی قمي په دوحه کې د افغانستان په هکله د غونډې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په کتنه کې، د افغانستان د ستونزو په هوارولو کې د ملګرو ملتونو د پاملرني او خپلواکو فعالیتونو غوښتونکی شو.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ګوتریش هم د افغانستان په وړاندې د ایران له دریځ څخه او په ځانګړي توګه له افغان کډوالو څخه د ایران د خدماتو او مرستو قدرونه وکړه.
کاظمي قمي په خپل ټوییټر کې د افغانستان په هکله د دوحې غونډې ته په اشارې سره لیکلي چي په افغانستان کې روانې ستونزې یوازې د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره هوارېدایشي.
تېره ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشری د افغانستان په هکله دوه ورځني غونډه پای ته ورسېده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خبرې غونډه کې د افغانستان د ستونزو د هوارولو په لړ کې د ګډو همکاریو په ضرورت باندې په تاکید سره، وویل چي ملګرې ملتونه به دې هیواد سره، مرستو ته دوام ورکړي لیکن د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په هکله بحث نه دی شوی.