امریکا سوریې ته د ایران د ولسمشر په سفر اندېښنه ښودلې ده
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سوریې ته د ایران د ولسمشر سفر ته په اشارې سره، د تهران او دمشق تر مینځ اړیکې اندېښمنوونکې بللې دي.
سوریې ته د ایران د ولسمشر په مشری د جګپورې اقتصادي او سیاسي پلاوی له سفر سره سم، د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل په یوه خبرې غونډه کې هڅه وکړه چي د امریکا اندېښنې د نورو هېوادونو اندېښنه وبولي او ادعا یې وکړه چي د سوریې او ایران تر مینځ د اړیکو پراختیا باید ټوله سیمه او نړۍ اندېښمنه کړي.
هغه په سوریې او په لوېدیځه اسیا کې د امریکا فوځي حضور او جنګ جوړونو ته له اشارې پرته ادعا وکړه چي ایران او سوریه په سیمه کې د ورانوونکو فعالیتونو لپاره هلې ځلې کوي.
پاټیل زیاته کړه: امریکا به د سوریې له حکومت سره به مخالفت ته دوام ورکړي او سوریې سره د نورو هیوادونو د اړیکو د رغولو له بهیر څخه ملاتړ نه کوي، مونږ په دې اړه خپلو ملګرو ته خبرداری ورکړی دی.
دا په داسي حال کې دی چي امریکایي ځواکونه په سوریې کې د دې هیواد د حکومت او د خلګو د مخالفت سربېره میشت شوي او له داعش څخه په ملاتړ سره، د سوریې تېل چور تالان کوي او دغه هیواد کې د سولې د راتلو مخنیوي کوي.