ایران د سیمې د هیوادونو د سختو وختونو ملګری دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132358-ایران_د_سیمې_د_هیوادونو_د_سختو_وختونو_ملګری_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران د مقاومت په دوران کښې د سوریې د ولس او حکومت ملګری او ملاتړی و او د ایران او روسیې د دوو مقاومو ولسونو ترمینځ ورورولي به دوام ولري.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 05, 2023 01:18 Asia/Kabul
  • ایران د سیمې د هیوادونو د سختو وختونو ملګری دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: ایران د مقاومت په دوران کښې د سوریې د ولس او حکومت ملګری او ملاتړی و او د ایران او روسیې د دوو مقاومو ولسونو ترمینځ ورورولي به دوام ولري.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګر سوریې ته د خپل سفر د پروګرامونو په دوام کښې، د سوریې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې ایران د سیمې د هیوادونو د سختو ورځو ملګری دی، وویل: ایران د مقاومت په دوران کښې د سوریې د ولس او حکومت ملاتړی و او د ایران او سوریې د مقاومو ولسونو ترمینځ ورورولي به دوام ولري.

هغه په دې خبرې سره چې د مقاومت بهیر په تیره بیا په فلسطین کښې صهیونیسټي رژیم په ګونډو کړی دی او د پراختیا غوښتنې او نیواکګړۍ کړنلارې نن سبا ماتې خوړلې ده، زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم د امریکې او لویدیځو هیوادونو په ملاتړ او هم داشان د امریکې د جوړو کړو ترهګرو ډلګیو په جنګیدو سره نیت درلود چې سوریه ټوټې کړي خو کامیاب نه شو.

ولسمشر رئیسي وویل: صهیونیسټان د خپلو لویدیځو ملاتړو په حمایت سره نن سبا په سوډان کښې د بیلتون غوښتنې سیاست تعقیبوي او د سوډان او د اسلامي نړۍ خلک باید د صهیونیسټانو د دسیسو په وړاندې ویښ ووسي او پوه شي چې د مسلمانو ولسونو نننې مهم ضرورت وحدت او یوالی دی او د ایران اسلامي جمهوریت یووالي ته د ټولو مسلمانانو رابلونکی او جارچي دی.

په دغې کتنې کښې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد هم د لویدیځې آسیا د مهمو بدلونونو په هکله د یو رپورټ په وړاندې کولو سره وویل چې د سیمې تحولات د ایران او سوریې د اړیکو د مخ په ودې او مخ په وړاندې بهیر ښودونکي دي.

د ایران او سوریې ترمینځ اړیکې د داعش له ماتې وروسته لاپراخې شوې دي او په ټولو برخو کښې یې د پراختیا روښانه لرلید موجود دی.