ایران: د ایټمي شورماشور د ختمولو هوډ مو کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132366-ایران_د_ایټمي_شورماشور_د_ختمولو_هوډ_مو_کړی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر ټينګار وکړ: اراده مو کړې ده چې ایټمي شورماشور له مینځه یوسو.
(last modified 2023-05-04T22:52:48+00:00 )
May 05, 2023 03:15 Asia/Kabul
  • ایران: د ایټمي شورماشور د ختمولو هوډ مو کړی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر ټينګار وکړ: اراده مو کړې ده چې ایټمي شورماشور له مینځه یوسو.

محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام خلاف د لویدیځ ناروا تورونه داسې وو چې خنډونه یې ډیر کړي دي، وویل: په دې پړاؤ کښې مو اراده وکړه چې ایټمي شورماشور ختم کړو.

د ایرنا د خبر له مخې، محمد اسلامي زیاته کړه: په ایټمي ظرفیت کښې لوړ مقام لرو، دا مقام په ډیرو لوړو هلوځلو سره ترلاسه شوی دی او وارداتي نه دی.

د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ځینو په پیسو خپل ایټمي پروګرام برابر کړی دی، زیاته کړه: دا موقعیت د کورنیو ماهرو ځواکونو په مخلصانه هلوځلو او تحقیقاتو سره ترلاسه شوی دی.

ښاغلي اسلامي زیاته کړه: ایټمي صنعتي سازي ځانګړې او بنیادي برخه ده چې یو ممتاز موقعیت رامینځته کولی او د ټیکنالوجۍ د تولید لاره تل هوارولی او ګړندی کولی شي.