عمان ته د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز سفر
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د یوه جګپوری فوځي پلاوی په مشری د دفاعي او فوځي اړیکو د پراختیا په موخه عمان ته سفر کړی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د عمان پلازمینې مسقط ته له رسېدو سره سم، د عمان د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز عبدالله بن خمیس الرئیسي، په عمان کې د ایران د سفیر علی نجفي او د دې هیواد د یو شمېر فوځي چارواکو له رسمي هرکلی سره مخ شو.
جنرال باقري عمان ته د خپل سفر څخه د خوښی په څرګندولو سره، خبریالانو ته وویل: دا سفر به په سیمه کې د سولې او ملګرتیا په پیاوړي کېدو باندې اثر وکړي.
هغه یادونه وکړه چي عمان سره د فوځي اړیکو د پراختیا په ترڅ کې په سیمه کې د سولې او امنیت په هکله به د عمان له چارواکو سره خبرې اترې وشي.
دغه سفر کې د ایران د فوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان جنرال کیومرث حیدري هم د ایران د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز سره ملګری دی.
عمان کلونه کیږي چي د ایران له اسلامي جمهوریت سره، استراتیژیکي اړیکې پالي چي د امله یې د دواړو هیوادونو تر مینځ د باور فضا رامینځ ته شوې ده.