روسیې ایران سره د استراتیژیکې هوکړې د وروستي کېدو خبر ورکړ
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی او په خارجه وزارت کې د اسیایي چارو مدیر وویل: د تهران او مسکو تر مینځ د اوږدمهالو همکاریو د هوکړې مسوده چمتو شوې ده.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی او د روسیې د خارجه وزارت د اسیایي چارو مدیر ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته وویل: د تهران او مسکو تر مینځ د اوږدمهاله همکاریو په استراتیژیکې هوکړې کې اصلاحات راوستل شوې او مسوده د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو له لورې لاسلیکېدو ته تیاره شوې ده اوس باید پریکړه وشي چي هوکړه څه وخت لاسلیکیږي.
هغه یادونه وکړه چي د هوکړې په تیارېدو کې هیڅ ځنډ نشته بلکې د دغه ۲۰ کلنې هوکړې حقوقې چارې قانوني بهیر بشپړه شوې وای.
له دې مخکې په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي وه چي ایران تمه لري روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو سند د سږ کال تر پایه پورې لاسلیک شي.