د ایران په سویل کښې یو داعشي ترهګر ونیوی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132792-د_ایران_په_سویل_کښې_یو_داعشي_ترهګر_ونیوی_شو
د ایران د سویل ختیځ د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان په زابل ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو په اطلاعاتي څارنې سره د داعش ترهګرې ډلګۍ د یو غړي د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-05-13T03:40:00+00:00 )
May 13, 2023 07:54 Asia/Kabul
  • د ایران په سویل کښې یو داعشي ترهګر ونیوی شو

د ایران د سویل ختیځ د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان په زابل ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو په اطلاعاتي څارنې سره د داعش ترهګرې ډلګۍ د یو غړي د نیول کیدو خبر ورکړی دی.

د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان جنرال «دوستعلی جلیلیان» نن ایرنا خبري آژانس ته وویل: په اطلاعاتي او تخصصي اقداماتو سره معلومه شوه چې د داعش ترهګرې ډلګۍ یو غړی د زابل ولایت په یو کلي کښې دیره شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې په دوام کښې شیبه په شیبه د دغه کس د اقداماتو او تحرکاتو له څارنې وروسته د هغه پټنځای معلوم شو او د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو او د اطلاعاتو د ادارې د ځواکونو په غږمله عملیاتو کښې ونیوی شو.

د دغه ولایت د پولیسو د قومندان په وینا، په ابتدايي تحقیقاتو کښې معلومه شوه چې نیول شوی کس د یو ګاونډي هیواد ښاریز دی او د یو پلان شوي پروګرام له مخې یې په سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلګۍ لپاره تبلیغ کړی دی.