ټول دینونه باید صهیونیسټي رژيم د ظلم په وړاندې ودریږي
د ایران دعلمیه حوزو مدیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ټول دینونه دې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او ظلمونو په وړاندې مقاومت وکړي.
مهر خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران دعلمیه حوزو مدیر آیت ا...علی رضا اعرافي پرون ناوخته د شرقي آشوریانو دکلیسا له نړیوال رهبر پاټریّرک مار آوا روئيل سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې دینونه باید د بشریّت په اوسنیو چیلنجونو کې رغنده رول ولوبوي،زیاته کړه،د هغه ظلم او ستم نظام چې د نړۍ په معادلاتو کې شته دی،د هیڅ یوه انسان لپاره دمنلووړ نه دی او ټول دینونه دې ددغه ظلم او ستم په وړاندې غږمله اقدامات وکړي.
آیت ا...اعرافي ووئيل، د ټولنې د اصلي سلول په توګه دکورنۍ دړې وړې کیدایو هغه چیلنج دی چې باید دینونه ئې د تاوانونو د زیاتیدا مخه ونیسي.
د ایران د علمیه حوزو مدیر روښانه کړه ، دینونه ددې په ترڅ کې چې خپل هویتونه خوندی ساتي،باید په مشترکو برخو کې ګډ فهم او ګام پورته کولو ته مخه کړي . آیت ا.... اعرافي ددې خبرې په کولو سره چې دا یران اسلامی جمهوریت د داعش د انحرافي تفکر په وړاندې ودرید او اوس د وحشي صهیونیسټي جنایتکار رژيم په وړاندې هم مقاومت کوي، ټينګار وکړ، ایران په فلسطین کې د اهل سنت وروڼو ترڅنګ دریږي او ددغو وروڼو او عزیزانو څخه په دفاع کې ځانونه قربانوي او ټول دنده لري ، د صهیونیسټي رژيم د ظلم او کړاؤ په وړاندې ودریږي